17
Q.S Al-layil (92:17)
وَسَيُجَنَّبُهَا الْاَتْقَىۙ
wa sayujannabuhal-atqā.
او تر ټولو پرهېزګار به له هغه (دوزخ) څخه لرې وساتل شي،
18
Q.S Al-layil (92:18)
الَّذِيْ يُؤْتِيْ مَالَهٗ يَتَزَكّٰىۚ
allażī yu'tī mālahū yatazakkā.
څوک چې خپل مال (د الله په لاره کې) د ځان د پاکولو لپاره لګوي،
19
Q.S Al-layil (92:19)
وَمَا لِاَحَدٍ عِنْدَهٗ مِنْ نِّعْمَةٍ تُجْزٰىٓۙ
wa mā li'aḥadin ‘indahū min ni‘matin tujzā.
او هیچا ورته داسې احسان نه دی کړی چې هغه یې بیرته ورکړي،
20
Q.S Al-layil (92:20)
اِلَّا ابْتِغَاۤءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْاَعْلٰىۚ
illabtigā'a wajhi rabbihil-a‘lā.
خو (هغه دا یوازې د دې لپاره ورکړ) چې هغه د خپل لوی خدای رضا غوښتله.
21
Q.S Al-layil (92:21)
وَلَسَوْفَ يَرْضٰى ࣖ
wa lasaufa yarḍā.
او یقینا په راتلونکي کې به هغه (کامل) خوښي ترلاسه کړي.